Home » سیمه او نړی » قهرېدلو پاکستانيانو دين ته سپکاوي په تور سرېلانکايي وګړی له وژلو وروسته سوځولی

قهرېدلو پاکستانيانو دين ته سپکاوي په تور سرېلانکايي وګړی له وژلو وروسته سوځولی

د پاکستان په پنجاب ايالت کې قهرېدلو خلکو وروسته له هغې يو سرېلانکايي وګړی وواژه چې دين ته پر سپکاوي تورن شو. د نوموړي کس نوم پريانتا کمارا ښودل شوی او قهرېدلو خلکو له وژلو وروسته د نوموړي جسد په اور کې سوځولی.

عيني شاهدانو ويلي چې خلک د کمارا د وژلو پرمهال د لبېک يا رسول الله نارې وهلې. د سرېلانکا دغه وګړی له مودې راهيسې د پنجاب په سيالکوټ کې مېشت و.

پوليسو هم په سيالکوټ کې د خلکو له لوري دين ته د سپکاوي په تور د ياد کس وژل کېدل منلي، خو ويلي يې دي چې د يادې قضيې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

پوليسو زياته کړې، کمارا په وژلو کې د تورنو کسانو په اړه تر اوسه شکايت نه دی ثبت شوی او هڅې يې پيل کړې چې د يادې پېښې عاملان پيدا کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...