په داسې حال کې چې د لوېديځ په شمول نړيوالو د افغانستان له سرپرست حکومت سره هر ډول تعامل د نوموړي حکومت پر سالم عمل پورې مشروط کړی؛ خو تازه قطري چارواکو له ط.البانو سره د نړيوالو په تعامل کې د جديت غوښتنه کړې ده.
د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له فاينېنشل ټايمز ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې د افغانستان پر موضوع تم شوی او ويلي يې دي، په اوس کې نړيوالو افغانستان ته شا کړې او يوازې په بشري برخه کې مرستې کوي، چې د نوموړي په خبره دا کار افغانستان له ستونزو او مشکيلاتو نه شي خلاصولی.
نوموړي ويلي، اړتيا ده چې لوېديځ هېوادونه په افغانستان کې اوسنیو سختو شرايطو ته په کتو د دې هېواد له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.
ال ثاني زياته کړې، که دا کار ونه شي نو نړۍ به په افغانستان کې د افراطيت پراخېدو او د اقتصادي ناورين د زياتېدو شاهده وي. نوموړي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع هم ياده کړې او ويلي يې دي، چې د يادو ځواکونو له وتلو وړاندې بايد لوېديځ او امريکا له طالبانو سره يو پياوړی تعامل رامنځته کړی وی، څو د ال ثاني په خبره په افغانستان کې د طالبانو اوسنيو افراطي پرېکړو مخه پرې نيول شوې وی.
ال ثاني ټينګار کړی چې افغانستان ته د ځانګړې پاملرنې له لارې بايد اجازه ور نه کړل شي چې په دې هېواد کې وضعيت نور هم لا پسې خراب شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس