Home » افغانستان » قطر: له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې یو
رویداد خبري آژانس

قطر: له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې یو

په کابل کې د قطر سفیر سعد بن مبارک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزه او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي په افغانستان کې د پانګونې له لارې له افغانانو سره د ودې او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.

سعد بن مبارک ویلي چې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پراختیا ددواړو هېوادونو په ګټه ده.

حنیف اتمر هم ویلي چې قطر د افغانستان ښه ملګری هېواد دی او د سولې په برخه کې ددغه هېواد مرستې خورا مهمې دي.

دواړو لورو ټینګار کړی چې د اړیکو د لا پراختیا لپاره به نوې هوکړې رامنځ ته کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...