Home » افغانستان » قرېشي: په افغانستان کې سوله د سيمې هېوادونو په ګټه ده

قرېشي: په افغانستان کې سوله د سيمې هېوادونو په ګټه ده

د پاکستان بهرنيو چارو زوير شاه محمود قرېشي چې د دغه هېواد د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د پلاوي په ترکيب کې چين تللی، د چين له چارواکو سره د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړي دي.

نوموړي پرون د چين له بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره د لېدنې پرمهال ويلي، په افغانستان سوله او ثبات پر ګاونډيو هېوادونو سربېره د ټولې سيمې په ګټه هم دی.

قرېشي زياته کړې چې دامهال په افغانستان کې لا هم بشري وضعيت ناسم دی او اړتيا ده چې ګاونډي هېوادونه يې د سمون په موخه جدي هڅې او اقدامات وکړي.

دواړو لوريو ژمنه کړې چې په افغانستان کې د بشري وضعيت سمولو په موخه به خپلمنځي همغږي لا پياوړې او جاري ساتي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...