Home » افغانستان » قرېشي: نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره د بشري مرستو کړې ژمنه عملي کړي

قرېشي: نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره د بشري مرستو کړې ژمنه عملي کړي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، چې نن پنج‌شنبه د (کب په ۱۹مه) يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ له مشرې ميشل باشلې سره د افغانستان او پاکستان بشري وضعيت په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، له نوموړې سره د ليدنې پرمهال يې له افغانستان سره له قيد او شرط پرته د مرستو پر کولو ټينګار کړی.

د قرېشي په خبره، په افغانستان کې اوسني بشري وضعيت ته په کتو د بشري مرستو د زياتوالي اړتيا ترڅنګ، دا هم اړينه چې امريکا د افغانستان کنګل کړې شتمني هم ازاده کړي.

له دې سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې عالي کميشنرۍ مشرې ميشل باشلې ويلي، چې په پاکستان دې په کور دننه د بشري حقونو د خونديتوب په برخه کې خپل ظرفيت لوړ کړي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی چې په افغانستان کې به هم د بشري حقونو د تحقق په موخه، د ملګرو ملتونو سازمان په استازولۍ هغه څه چې اړين دي، ترسره به يې کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...