د پاکستان تحريک انصاف ګوند مرستيال او د دې هېواد مخکينی بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي منلې چې امريکا د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.
نوموړي نن سېشنبه د (وري په ۱۶مه) خبريالانو ته ويلي، د پاکستان په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې له امله يې د ملي امنيت کميتې په لارښوونه، په واشنګټن کې د خپل سفير له لارې دې هېواد ته اعتراض ښودلی دی.
قرېشي زياته کړې چې پاکستان يو خپلواک هېواد دی اجازه به ور نه کړي چې بهرني هېوادونه يې په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.
نوموړي دغه راز پر رسنيو نيوکه کړې چې په پاکستان کې روانې سياسي لانجې ته يې پراخ کمپاين کړی او په دې توګه يې د پاکستان د ګټو خلاف عمل کړی دی.
شاه محمود قرېشي زياته کړې چې هند له وضعيت او له موقعې څخه په ګټنې، په دې هڅه کې دی چې په پاکستان کې د ځان پر وړاندې يو نرم حکومت رامنځته شي.
په پاکستان کې د حکومت او مخالفو سياسي ګوندونو ترمنځ د لانجې په ترڅ کې دا لومړی ځل دی چې شاه محمود قرېشي ياده لانجه بهرنۍ دسيسه او لاسوهنه بولي.
له دې وړاندې لومړي وزير عمران هم امريکا تورن کړې وه چې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او مخالف سياسيون يې پر وړاندې را پارولي دي.