Home » سیمه او نړی » فېسبوک؛ د ډونالډ ټرمپ ټول حسابونه د ۲ کلونو لپاره وتړل
رویداد خبري آژانس

فېسبوک؛ د ډونالډ ټرمپ ټول حسابونه د ۲ کلونو لپاره وتړل

فېسبوک ویلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر «ډنالډ ترمپ» ټول حسابونه به دوه کاله تړلي وي.

د فېسبوک ادارې زیاته کړې، چې پر فېسبوک او انسټاګرام به د ټرمپ حسابونه تر دوو کلونو پورې تړلي وي.   

فېسبوک دا پرېکړه وروسته تر هغې وکړه، چې د ټرمپ پلویان د کانګرس پر ماڼۍ ور وختل او دا کار په نړیواله کچه له اصولو سره څرګند ټکر وبلل شو.  

د دغه شرکت د نړیوالو چارو مرستیال «نیک کلېګ» وايي، چې پر فېسبوک او انسټاګرام د ټرمپ د حسابونو تړل له جنورۍ پیل شوي، چې د فېسبوک د اوسنۍ پرېکړې پر اساس به دا بندیز تر راتلونکو دوو کلونو پورې دوام وکړي.   

د کلېګ په وینا، چې تر دوه کلن بندیز وروسته به د یوې ارزونې پر اساس معلومه شي چې ډونالډ ټرمپ په څومره اندازه امنیت ته خطر پېښولای شي.

هغه ټینګار کړی، که ښاغلی ټرمپ له دوه کلن ځنډ وروسته اصول ونه مني، نو د دغه شرکت سخت بندیزونه به وویني.

بلخوا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېسبوک شرکت د دې تازه پرېکړې په اړه ویلي، چې پر دغو رسنیو د ده د حسابونو تړل د فېسبوک لخوا هغو ملیونونو امریکایانو ته سپکاوی دی، چې ده ته یې رایه کارولې ده.   

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...