Home » سیمه او نړی » فېسبوک د برما د پوځ ټول اړوند حسابونه بند کړل
رویداد خبري آژانس

فېسبوک د برما د پوځ ټول اړوند حسابونه بند کړل

فېس‌بوک د برما د پوځ ټول اړوند حسابونه بند کړي او د دې کار علت‌یې د کودتا ضد معترضانو پر وړاندې د پوځ ځپونکي اقدامات یاد کړي.

په میانمار، پخوانۍ برما کې کړکېچ وروسته له هغه پیل شو چې پوځ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه کودتا وکړه او د حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند د مشرتابه ډېری غړي یې ونیول.

د فېس‌بوک د دې اقدام په اساس د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه هم پر فېس‌بوک او هم پر انستاګرام له اوسه بند شوي. د فېس‌بوک ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې د میانمار د کودتا له پیله ټول جریانات چې مرګونی تاوتریخوالی هم په‌کې دی، د دې بندیز باعث شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...