Home » سپورټ » فوټبال؛ایټالیا هسپانیا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه
رویداد خبري آژانس

فوټبال؛ایټالیا هسپانیا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه

د اروپا د ملتونو جام د سیالیو په لړ کې تېره شپه ایټالیا هسپانیا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله.

د ایټالیا او هسپانیا ترمنځ دې سیالۍ کې لومړی ګول ایټالیا په شپېتمه دقیقه کې وواهه چې وروسته هسپانیا هم په اتیایمه دقیقه کې ګول وکړ او لوبه ۱ د ۱ په وړاندې مخ ته لاړه.

بالاخره د پانلټي توپونو پر مهال ایټالیا وتوانېد دغه سیالۍ ۴ د ۲ په وړاندې وګټي.

د نیمه پایلوبې بله سیالۍ د نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۶مه نېټه) د انګلستان او ډنمارک ترمنځ کېږي.

د اروپا د ملتونو جام د فوټبال سږنۍ سیالۍ د جون له ۱۱مې نیټې پیل شوې او تمه ده را روانه یکشنبه یعنې د جولای پر یوولسمه پای ته ورسېږي.

د اروپا کپ د تېر میلادي کال اتل پرتګال، د درېیو جامونو اتل جرمني او د دوو دورو اتله فرانسه چې د اتلولۍ دعوه داران وو، سږ کال ان تر کوارټرفاینل هم ونه رسېدل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...