د افغانستان د فوټبال د اتلولۍ لیک لوبو په دوام د کابل استقلال او د جبل السراج پروان ټیمونه نن یکشنبه (د وري ۸مه نېټه) سیالي کوي.
په پرونۍ لوبو کې استقلال کابل، خوست د اتلانو کلوب ته صفر د درې په مقابل کې ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د دغو لوبو دوهم پړاو په بلخ او هرات کې ترسره کېږي.
دغه فدراسیون دغه راز دغه زیاتوي چې د اتلانو لیګ لوبو دوهم پړاو د وري له ۱۰ نېټې څخه په بلخ ولایت کې پیلېږي او وروسته د وري د ۱۸ مې نېټې څخه په هرات ولایت کې تعقیبیږي.
د افغانستان د فوټبال د اتلولۍ لیګ تېره اوونۍ پیل شوی.