Home » افغانستان » فعالان: د سېد معروف سادات تروروونکي بايد پيدا او حساب ورسره وشي

فعالان: د سېد معروف سادات تروروونکي بايد پيدا او حساب ورسره وشي

په ننګرهار کې خبريالان او فعالان د خبريال  سېد معروف سادات وژنه خواشينوونکې پېښه بولي او ټينګار کوي چې د نوموړي تروروونکي بايد ژر تر ژره پيدا او د کړې عمل پر سزا دې ورسول شي.

دوی وايي، د معروف سادات وژل کېدل لويه ضايع ده او اسلامي امارت بايد د ورته پېښو چې پايله يې د ظرفيتونو وژل دي، مخنيوی وکړي.

خبريالان او فعالان دې پېښې ته په اشارې سره وېره څرګندوي، که د خبريالانو او فعالانو پر وړاندې وضعيت همداسې روان وي نو د دې احتمال شته چې يو شمېر نور ظرفيتونه هم د هدفي بريدونو قرباني شي.

خبريال او لېکوال سېد معروف سادات پرون شنبه د (تلې په ۱۰مه) د جلال‌اباد ښار درېيمې ناحيې اړوند پنځم واټرپمپ سیمه کې د نامالومو وسله‌والو له لوري پر ډزو ووژل شو. له نوموړي سره يو ځای د هغه يو کوچنی زوی هم ټپي شوی دی.

د پيښې عيني شاهدانو بيا رسنيو ته ويلي چې له سېد معروف سادات سره يو ځای درې تنه نور هم چې د هويت په اړه يې مالومات نشته، وژل شوي دي.

دوی زياته کړې چې وسله‌وال برېدګر تر بريد وروسته له سيمې تښتېدلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...