Home » افغانستان » فراه ولایت کې له روغتیایی مرکزونو سره د« JACK» موسسې لخوا د سل زره ډالرو مرسته

فراه ولایت کې له روغتیایی مرکزونو سره د« JACK» موسسې لخوا د سل زره ډالرو مرسته

د فراه روغتیایي چارواکي وایې چې په دغه ولایت کې د « JACK»موسسې لخوا له روغتیایي مرکزونو سره د سل زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته ترسره شوه.

د فراه د عامې روغتيا رييس احسان الله شاکر وويل، چې د یادې موسسې لخوا د ولایتي روغتون سربیره له یو شمیر نورو روغتیایي مرکزونو سره ١٣١ قلمه طبي او غیر طبي وسایل مرسته ترسره شوې ده.

د هغه په وينا، په وېشل شويو مرستو کې ١١٩ توکي طبي وسايل او ١٢ توکي غير طبي وسايل شامل دي.

د نوموړي د مالوماتو له مخې په دې مرسته کې درمل،د معایناتو ماشینونه، ویلچرونه، چپرکټونه، سولري تختې، بېټرۍ او ځینې نور وسایل شامل دی.

شاکر هیله مند دی چې په یادې مرستې سره به تر ډیر په روغتایی مرکزونو کې د درملو د کمښت ستونزه حل شي.

د (JACK) په نوم بهرنۍ موسسه چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، د دغه ولایت له خلکو سره یې څه باندې ۸۰ زره امریکايي ډالره روغتیايي مرستې کړې دي.

له دې وړاندې د فراه ولایت اوسیدونکو په روغتیایي مرکزونو د درملو له کمښت او روغتیایي خدماتو له کموالي شکایتونه کول.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له سياسي بدلون وروسته په لرو پرتو سيمو په ځانګړې توګه په کليو کې روغتيايي مرکزونه غير فعال شوي او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...