د فرانسې خبري اژانس داسې څېړنيز راپور خپور کړی، چې په کې يو شمېر استخباراتي ادارو د طالبانو اوسني مشر ملا هبتالله اخندزاده د وژل کېدو پخلی کړی.
د فرانس پرېس خبري اژانس د خپلو څېړنو پرمهال د کندهار په سپيروان کلي کې چې د ملا هبتالله کور په کې دی، هم خلک د نوموړي د وژل کېدو په اړه پوښتلي او ضد و نقيض مالومات يې ترلاسه کړي دي.
په دې راپور کې د افغانستان تېر حکومت يو چارواکي چې نوم يې نه دی ياد شوی ويلي، ملا هبتالله له نن څخه درې کاله وړاندې د کووټې په يوه مدرسه کې د چاودنې پرمهال وژل شوی او په خبره يې د کابل په نيول کې د نوموړي هېڅ ډول رول نشته.
فرانس پرېس په سيمه کې د استخباراتو په حواله ويلي، چې ياد استخبارات په خورا لږ توپير سره د ملا هبتالله اخندزاده د وژل کېدو مالومات تائيدوي.
يادو استخباراتو زياته کړې، د اوس لپاره داسې شواهد نشته چې د ملا هبتالله اخندزاده وژل کېدل کره کړي خو په خبره يې د نوموړي له وژل کېدو انکار هم نه شي کېدای.
د فرانسې خبري اژانس ويلي، تر دې مهاله د امريکا دفاع وزارت او استخباراتي ادارې د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
خو طالبانو بيا په وار وار دا رد کړې چې ګواکې ملا هبتالله اخندزاده وژل شوی دی. اسلامي امارت ويلي چې مشر يې ژوندی دی او په دې وروستيو کې يې د کندهار په يوه مدرسه کې خلکو ته وينا هم کړې ده.