Home » افغانستان » غور کې ماین چاودنو څلور ملکيان وژلي
رویداد خبري آژانس

غور کې ماین چاودنو څلور ملکيان وژلي

د غور ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په دولت‌یار او تولک ولسوالیو کې ماین چاودنو څلور ملکي وګړي وژلي دي.

د غور د پولیسو ویاند معروف رامش د یادو پېښو د پخلي تر څنګ ویلي چې لومړۍ چاودنه د دولت‌یار ولسوالۍ په بند علي سیمه کې شوې چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دویمه هغه نن سهار نهه بجې د تولک ولسوالي په مرکز کې شوې ده او یو ماشوم پکې وژل شوی دی. هغه د یادو دواړو پېښو پړه پر طالبانو اچولې ده خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...