د غور مسوولینو په یاد ولایت کې د سیلابونو اواورښتونو له امله د یو شمېر لارو د تړل کېدو خبر ورکړی او په وینا یې چې هلته خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د غور د ا.ا د والي ویاند، عبدالواحد حماس ویلي چې د شهرک، ساغر، تولک او د غور-فاریاب لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د حماس په وینا، چې د سیلابونو له امله ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د کرنیزو ځمکو او کورونو د ویجاړېدو لامل شوي دي.
د ویلو ده چې د پنجشېر، پروان، کندهار و ارزګان په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله سیلابونه راوتلي او زیانونه یې اړولي دي.