Home » افغانستان » غزني کې د ځمکې پر سر په نښته کې یو تن وژل شوی

غزني کې د ځمکې پر سر په نښته کې یو تن وژل شوی

د غزني امنيه قومانداني وايي، په ګيلان ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې له امله يو تن وژل شوى دى.

دا پېښه د شنبې په ورځ د زمري په شپږمه د ګيلان ولسوالۍ په “څلي” کلي کې رامنځته شوې ده.

د غزني د امنیې قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې جګړو کې یو تن د “بېل” په واسطه ټپي شوی او د ژورو ټپونو له امله یې ساه ورکړې ده.

د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دې وژنې په تړاو یې څلور تنه نیولي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

مجاهد: د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې دریځ غندو

د ا.ا وياند ذبیح‌الله مجاهد، ...