Home » افغانستان » عمران خان: په افغانستان کې ناامني ايران او پاکستان ته سر خوږی دی

عمران خان: په افغانستان کې ناامني ايران او پاکستان ته سر خوږی دی

د پاکستان لومړی وزير عمران وايي، په افغانستان کې د جګړې له کبله روان وضعيت د اندېښنې وړ دی او ويلي يې دي چې دا وضعيت د پاکستان او ايران لپاره هم ستونزې را ولاړولی شي.

نوموړي دا څرګندونې پرون يک‌شنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) د ايران له منتخب ولسمشر ابراهيم رئيسي سره په ټليفوني خبرو کې کړې دي.

عمران خان ويلي، دا چې په افغانستان کې جګړه زياته شوې او له کبله يې د عامو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ دی، ممکن له پاکستان سره د کرښي او له ايران سره د پولې په اوږدو کې يادو هېوادونو ته د اوښتونکو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو شمېر زيات شي، چې په خبره دا چاره د دواړو هېوادونو لپاره ګرانه تمامېدای شي.

نوموړي يو وار بيا د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له سياسي لارې هوکړې ته پر رسېدو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چې د جګړې له لارې ستونزه نه شي حلېدای.

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د ايران منتخب ولسمشر ابراهيم رئيسي هوکړه کړې، چې دواړه هېوادونه به د خبرو له لارې د ستونزې حل په موخه، د اسانچارو هېوادونو په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

خو په افغانستان کې د سولې په تړاو د پاکستان رول ته شک په سترګه لېدل کېږي او د شنونکو په خبره لا هم پاکستان په واقيعي توګه د افغانستان سولې له پروسې سره همکار نه دی.

دوی باور لري، پاکستان نه يوازې دا چې وسله‌والو طالبانو ته يې د تمويل او تجیز امکانات برابر کړي، ترڅنګ يې د خپلې بشري قوې يوه برخه هم په افغانستان کې مستقيمې جګړې ته وقف کړې او ډېر کله له افغان ځواکونو سره د جګړې پرمهال پاکستاني وګړي د طالبانو په ليکو کې ليدل شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...