Home » افغانستان » عمران خان: د ښځو حقونو د ودې او پراختيا لپاره له طالبانو سره تعامل ته اړتيا ده

عمران خان: د ښځو حقونو د ودې او پراختيا لپاره له طالبانو سره تعامل ته اړتيا ده

د پاکستان لومړي وزير عمران خان په خپله تازه مقاله کې يو وار بيا د نړۍ او هېوادونو له لوري له طالبانو سره پر تعامل کولو ټينګار کړی دی.

نوموړي د اسلامي همکاريو سازمان تېرې ۴۸مې ناستې ته اشارې چې په اسلام‌اباد کې ترسره شوه ويلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين او د دغه هېواد د اقتصادي سقوط مخنيوی په موخه يوه ګډ متحدانه عمل ته اړتيا ده.

عمران خان په همدې موضوع کې له تم کېدو سره زياته کړې، چې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د ودې، د پراختيا هڅولو او دغه راز له دې هېواد څخه د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړلو په موخه يوې هر اړخيزې او اغېزناکې ستراتېژۍ د رامنځته کولو لپاره، له افغان چارواکو سره فعالانه تعامل ته اړتيا ده.

عمران خان داسې مهال له طالبانو سره د هېوادونو له لوري پر تعامل ټينګار کوي، چې د ۷ مياشتو له تېرېدو سره د طالبانو په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه هېڅ کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی.

له دې سره په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي ويلي، پاکستان په هغه صورت کې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلو ته تيار دی، څو په دې اړه د سيمې هېوادونو له لوري يوه سياسي اجماع رامنځته شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...