Home » سیمه او نړی » عمران خان: د مسليم ليګ او پيپلز ګوند مشران له بهرنۍ دسيسي سره همکار وو

عمران خان: د مسليم ليګ او پيپلز ګوند مشران له بهرنۍ دسيسي سره همکار وو

د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې پر سياسي مخالفانو او د امريکا پر حکومت نوي تورونه پوري کړې او ويلي يې دي چې د ده پر وړاندې يې منظمه دسيسه عملي کړه.

نوموړي ويلي، د پاکستان مسليم ليګ‌ن ګوند مشر نواز شريف، د نوموړي ورور او اوسنی لومړی وزير شهباز شريف او د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري له هغې بهرنۍ دسيسې سره کلکه او نږدې همکاري لرله، چې هدف يې د نوموړي حکومت پرځول و.

عمران خان د سترې محکمې او ملي امنيت شورا هغه اعلان رد کړ، چې ويلي يې و د عمران خان حکومت پر وړاندې هېڅ ډول بهرنۍ دسيسې موجوديت نه درلود. نوموړي ويلي چې سترې محکمې په دې اړه څېړنې بايد وړاندې کړې وی؛ خو په خبره يې پر دې سربېره يې هم په وروستۍ پرېکړه کې واقعيتونه په پام کې نه دي نيولي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر امريکا يو وار بيا تور پورې کړی، چې د نوموړي هېواد مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکو يې په واشنګټن کې سفير احضار کړی و او واضېح يې ورته ويلي وو چې عمران خان به د بې‌باورۍ رايې له لارې له واک لرې کړي.

عمران خان زياته کړې، امريکايي چارواکو يې سفير ته ويلي که عمران خان خپله له واک څنګ ته شي، نو د امريکا خلاف کړې ټولې تېروتنې به پاکستان ته وبښي.

نوموړي ټينګار کړی چې د بې انصافۍ پر وړاندې به هېڅکله هم چوپ پاتې نه شي او د خپل ګوند پلويانو ته يې لارښوونه کړې چې اسلام اباد ته پر اعتراض د تګ لپاره چمتووالی ونيسي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...