د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، دی هم له هغه نوښت سره خپل غږ يو ځای کوي چې په افغانستان کې پر بشري ناورين د پوهاوي په اړه پيل شوی دی.
نوموړي تازه نن يکشنبه د (سلواغې په ۳مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه له خلکو هم غوښتنه کړې، چې دوی هم په افغانستان کې د موجوده بشري ناورين په اړه د نړيوالو د پوهاوي په موخه غږ پورته کړي.
عمران خان زياته کړې، چې ياد بشري ناورين د ميليونونه افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان ماشومانو ژوند د لوږې له خط سره مخ کړی دی.
دا مهال په ټوېټر کې (د افغانانو ژوند وژغورئ) هشټګ په کارولو سره په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي ته د نړيوالو متوجې کولو په موخه کمپاين روان دی او د پاکستان لومړي وزير عمران هم په خپل دې ټوېټ کې ياد هشټګ کارولی دی.