د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، تر هغو چې اشرف غني له جمهوري ریاسته لېرې نه شي، وسله وال طالبان بین الافغاني خبرو ته نه چمتو کېږي.
عمران خان پرون د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۰مه نېټه ) په اسلام اباد کې وویل، په اوسني وخت کې د افغانستان سیاسي حل سخته ښکاري.
نوموړي زیاته کړه چې درې څلور میاشتې مخکې چې د طالبانو د مشرانو پلاوی پاکستان ته ورغلی و، دوی هڅه وکړه چې د سولې خبرو ته یې وهڅوي.
خو د عمران خان په باور د طالبانو خبره همدا وه چې تر هغو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي چې اشرف غني له واکه نه وي لېرې شوی.
ولسمشر غني مخکې ویلي و چې دی چمتو دی چې وار له مخه انتخابات ترسره شي او واک پریږدي خو له دې پرته استعفی نه کوي.
له نژدې یولس میاشتو راهیسې په قطر کې د سولې خبرې روانې چې تراوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.