Home » سیمه او نړی » عربي اماراتو کې د سيلابونو راوتو له امله ۷ تنه مړه شوي

عربي اماراتو کې د سيلابونو راوتو له امله ۷ تنه مړه شوي

د عربي امارتو چارواکو ويللي، د دې هېواد په ختيځ کې د سختو نا موسمي بارانونو له امله سيلابونه را وتلي، چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې ځاني زيانونه هم اړولي دي.

د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت د مرکزي عملياتو مشر علي ال تونېجي ويلي، چې د يادو سيلابونو د راوتو له امله په ختيځ کې د ميشتو کډوالو ۶تنه هغه مړه شوي دي.

د نوموړي له لوري د يادو شمېرو له خپرېدو لږ وروسته، همدې وزارت د مړو شوو کسانو شمېر ۷ تنه ياد کړ. علي زياته کړې، چې سيمې ته مرستندويه ټيمونه رسېدلي او له سيلاب ځپلو کسانو سره يې مرستې پيل کړي دي.

د عربي اماراتو چارواکو د دې هېواد په ختيځ کې د بارانونو اورښت او له امله يې د سيلابونو راوتل، له اقليمي بدلونونو سره تړلې مسئله بللې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...