د سعودي عربستان د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو د غوراوي په پړاو کې د جنوبي کوریا پر وړاندې ماتې خوړلې او له روانو سیالیو بهر شوې ده.
د جنوبي کوریا او عربستان لوبډلو ترمنځ دا لوبه تېره شپه د قطر د «ښوونې او روزنې» په لوبغالي کې ترسره شوه چې په پای کې یې د جنوبي کوریا ملي لوبډله بل پړاو ته په وتلو بریالۍ شوه.
د ویلو ده چې جنوبي کوریا به په روانو سیالیو کې راتلونکې لوبه د استرالیا لوبډلې پر وړاندې وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس