Home » افغانستان » عبدالهادي ارغنديوال:افغانستان کې روانه جګړه نه له دينې پلوه مشروعيت لري او نه کومه ملي اړتيا ده
رویداد خبري آژانس

عبدالهادي ارغنديوال:افغانستان کې روانه جګړه نه له دينې پلوه مشروعيت لري او نه کومه ملي اړتيا ده

د مالیې پخوانی وزیر او د حزب اسلامي څانګې مشر عبدالهادي ارغندیوال  وایي، په افغانستان کې اوسني وضعیت د هغه جګړې پایله ده چې د افغان ولس پر وړاندې هېڅ مشروعيت نه لري، ځکه دا جګړه له پيله تر اوسه پورې د بهرنيانو د نامقدسو اهدافو د تامين په خاطر پيل شوې ده.

 عبدالهادي ارغندیوال  د شنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه نېټه) په یوه غونډه کې وویل، چې د روانې جګړې له امله هره ورځ په سلګونه بې ګناه افغانان وژل کېږي، او دا جګړه نه له دیني پلوه مشروعیت لري او نه کومه ملي اړتیا ده.

نوموړي له افغان حکومت او وسله الو طالبانو وغوښتل چې پريوه اوربند دې توافق وکړي که نور هېڅ هم نه کوي نو يو ورځنى يا دومره اوربند دې وکړي چې په جګړه کې راګيرې کورنۍ د جګړې له ساحې نه چې مړي او ټپیان يې په لارو کوڅو کې پراته دي، ووځي او نسبتاً خوندي ځايونوته انتقال کړي.

ارغندیوال په هېواد کې د روانې جګړې د پایته رسېدو ټینګار وکړ او وویل:” نور دا بې مفهومه او له هره اړخه د هېواد او ولس په زيان او د بهرنيانو په گټه جنگ ودروي او هم له ملگروملتو، د بشر د حقوقو له اړوندو ادارو او نړيوالې ټولنې نه غواړي چې نور دا د بې تفاوتۍ عينکې له سترگونه لرې کړي او د جنگ له لامله د بيځايه شويو او زيانمنو شويو کورنيو دردوونکي حالت ته بېړنۍرسيدگي وکړي او خپل مسؤوليت ترسره کړي چې افغانان له اوسني حالته نجات ومومي او يوې تلپاتې سولې ته لار اواره شي.”

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی دی. اتلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده. تر اوسه په دې جګړه کې له زرو زیات ملکیان وژل شوي، او له زرو زیات له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...