Home » افغانستان » عبدالله:د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه په دوه ورځو کې نه حل کېږي
رویداد خبري آژانس

عبدالله:د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه په دوه ورځو کې نه حل کېږي

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، د بین الافغاني خبرو پیل، یو تاریخي ګام او غوره پرمختګ دی. نوموړي چې نن یکشنبې د سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۳) یې په قطر کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، دوی په دې هڅه کې دي چې ټولې ستونزې ژر حل کړي خو په وینا یې؛ د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه په دوه ورځو کې نه حل کېږي.

هغه زیاته کړې، ټول افغانان د تاوتریخوالي کمښت او اوربند غوښتونکي دي او د اوربند مسئله د خبرو مهمه موضوع ده او دی ډاډه دی چې دواړه لوري به پر دې موضوع خبرې کوي.

عبدالله د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د جګړې له لارې هیڅوک هم بریا ته نه شي رسېدلی خو د خبرو اترو دواړه خواوې ګټونکي کېدی شي.

نوموړي دغه راز ویلي، دوی د خبرو خونه کې د بهرنیانو وجود نه غواړي خو کېدای شي په ځینې ناستو کې یې اړتیا وي چې په هغه صورت کې باید حضور پیدا کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...