Home » افغانستان » عبدالله طالبانو ته:موږ ټول مسوول یو چې روانه جګړه پای ته ورسوو
رویداد خبري آژانس

عبدالله طالبانو ته:موږ ټول مسوول یو چې روانه جګړه پای ته ورسوو

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن شنبه (د چنګاښ ۲۶مه نېټه) په دوحه کې د بین الافغاني ناستې د پرانیستې په مراسمو کې په افغانستان کې روانې جګړې ته په اشارې وویل چې د جګړې اصلي قربانیان خلک دي او څرګنده ده چې زیانونه یې چا ته رسېږي نو له همدې امله د اوسنۍ جګړې پای ته رسېدل د خبرو له لارې ممکن دي او پوځي لار پرته له دې چې د خلکو درد او غم نور هم ډېر کړي بله نتیجه نه لري.

عبدالله زیاته کړې، دوحې ته تللی پلاوی د ټول افغانستان استازیتوب کوي او په هره اساسي موضوع د بحث او مذاکرې صلاحیت لري څو ټول یوې وروستۍ پرېکړې ته ورسوي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع شی نو ټول (د جګړې ښکېلې غاړې) به د خدای او خلکو پر وړاندې مسوول وي.

بلخوا په دغه ناسته کې د وسله والو طالبانو مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د یو خپلواک او مرکزي نظام لپاره باید ټول لوري له خودخواهۍ، شخصي منافعو تیر شي څو بې باوري او بې اعتمادي له منځه لاړه شي.

برادر وایي، بین الافغاني مذاکرات له نږدې لسو میاشتې راهیسې جریان لري، خو ځینې ستونزې شته، هغه ډول چې توقع کېدله پرمختګونه نشته، خو بیا هم ورته ناهیلي نه دي.

د روغې جوړې عالي شورا د معلوماتو پر بنسټ، د پرانیستې ناسته پای ته رسېدلې او له دې وروسته به اصلي مذاکرات پیلېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...