د افغانستان ملي پخلاینې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدلله د دولت په استازیتوب په مسکو کې د افغان سولې په غونډه کې ګډون او وینا کوي.
راپورونه وايي په مسکو کې دغه غونډه راروانه پنجشنبه جوړیږي، چې د طالبانو له لوري ۱۰ کسیز پلاوي به هم ګډون ولري.
د ملي پخلاینې عالي شورا یو سلاکار سید ظاهر مطهري په یاده غونډه کې د عبدالله عبدالله شتون مهم یاد کړ او وویل چې له طالبانو څخه مو هیله دا ده چې له دغه فرصت څخه د افغانانو په ګټه کار واخلي.
د راپورونو پر اساس په پام کې ده چې ترکیه کې هم د افغانانو ترمنځ یوه ناسته وشي، خو د افغان حکومت او د طالبانو ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.