Home » افغانستان » عبدالله: د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د شرایطو پر اساس شوې
رویداد خبري آژانس
د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر،عبدالله عبدالله

عبدالله: د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د شرایطو پر اساس شوې

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه د شرایطو پر اساس شوې، خو طالبان لاهم په خپله ژمنه چې د تاوتریخوالي کمول دي، عمل نه دی کړی.

عبدالله عبدالله وایي وسله والو طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی خو سره له دې هم تمه شته چې د ترکیې غونډه له بین الافغاني خبرو سره رغنده مرسته وکړي.

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر پرون شنبې په ورځ (د وري۷مه نېټه) په فرانسه کې له فرانس پرېس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ویلي چې د مسکو غونډې په ټپه ولاړو مذاکراتو کې تحرک راوست همداسې د ترکیې له غونډې هم تمه کېږي چې د سولې لپاره ګټوره تمامه شي.

نوموړي ویلي ددغه غونډې بریا د دواړو لورو په نیت او ښه پلان پورې اړه لري.

هغه همدا راز ویلي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په هېواد کې د جګړو په پای ته رسولو کې مثبت ګام اوچت کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې په غونډه کې د ولسمشر غني د ګډون په اړه ویلي که د طالبانو مشر په دې غونډه کې ګډون وکړي نو ولسمشر غني به هم ارو مرو دغه غونډې ته راځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...