Home » افغانستان » عبدالعزیز کاملوف له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی
رویداد خبري آژانس
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف

عبدالعزیز کاملوف له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون چهارشنبه (د کب۲۰مه نېټه) په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغانستان د سولې د روانې پروسې ترڅنګ د سیمې پر عمومي وضعیت او د دوو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو هم خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې پر اساس، دواړو خواوو ټینګار وکړ چې په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټینګښت او ثبات لپاره به په خپل منځ کې اړیکې نورې هم زیاتې کړي.

کاملوف پرون د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وکتل او د دوو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لارو چارو په اړه یې خبرې وکړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...