Home » سیمه او نړی » عباس عراقچي:د ابراهیم رییسي تر لوړې دې اټمي مذاکرات وځنډول شي
رویداد خبري آژانس
د ایران د اټمي مذاکراتو مخکښ مرکچي عباس عراقچي

عباس عراقچي:د ابراهیم رییسي تر لوړې دې اټمي مذاکرات وځنډول شي

د ایران د اټمي مذاکراتو مخکښ غړی وایي، په ویانا کې د مذاکرو بل پړاو باید ترهغو وځنډول شی چې د ایران نوي ولسمشر،ابراهم رییسي د اګسټ په لومړیو کې لوړه نه وي کړي.

عباس عراقچي پرون د شنبې په ورځ (دچنګاښ ۲۶مه نېټه) په ټویټر کې ولیکل، موږ د انتقال په مرحله کې یو، ځکه زموږ په پلازمېنه کې د قدرت ډموکراتیک انتقال روان دی، نو د ویانا خبرې باید تر نوې ادارې پورې وځنډول شي.

د ایران د اټمي تړون په اړه خبرې د دې لپاره دي چې د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي تړون بیا برحاله کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸میلادي کال کې له دغه تړونه د وتلو اعلان وکړ، خو د مذاکرو تر شپږو پړاوونو وروسته هم دغه مذاکرې له خنډونو سره مخامخې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...