د افغانستان برېښنا شرکت وايي،د کندهار ـ لښکرګاه دوراهي «سب ستېشن» د طالبانو لاس ته لوېدلې دی.
یاد شرکت ویلي چې طالبانو د دغه «سب ستېشن» دوه فني کار کوونکي او ۱۵ امنیتي ساتونکي له ځان سره بیولي او تر هغه وروسته د سیمې خلکو د یاد سب ستیشن د تجهیزیاتو په وړلو پيل کړی دی.
یاد شرکت ویلي:”د سهار راهیسې د وسله والو لاس ته لویدلی او د برښنا دوه تنه فني کارکوونکي او ۱۵ تنه محافظین وسله والو د ځان سره بیولي اوس د سیمې د خلکو لخوا د نوموړي سب ستیشن تجهیزات او تأسیسات تخریب او وړل کېږي چې دا یو غټ زیان دی.”
برېښنا شرکت د دوراهي سب ستیشن د کندهار او لښکرګاه ښارونو د برېښنا لپاره یو مهم او اساسي ځای بللی دی.
دوی د دغه «سب ستېشن» تخریبول یو لوی زیان بللی او له ټولو اړخونو څخه یې د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت همدارنګه ویلي چې د کجکي ۱۱۰ کیلوولټ برښنا مزي تېره ورځ د لښکرګاه دوراهي او کندهار ترمنځ لاره کې د جګړې له امله پرې شوي چې له امله يې د کندهار پر ښار د کجکي برښنا پرې شوې.
د تیرو دوو ورځو راپدې خوا د هلمند مرکز لښکرګاه مرکز څنډو کې جګړو زور اخیستی دی.
د هلمند امنیتي مقاماتو تائید کړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ځينو امنیتي مرکزونو څخه افغان قواو تکتیکي شاتګ کړی.
دغه راز د لښکرګاه – کندهار لویه لار هم د تیري شپې راهیسې بنده شوې او هیڅ ډول تګ راتګ پرې ندی شوی.
طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس