د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان يا Human’s rights watch مسوولان وايي، په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره طالبانو د نجونو او ښځو په برخه کې کړې ژمنې ماتې کړي دي.
د ياد سازمان د ښځو برخې مرستيالې هېدر بار ازادي راډيو ته ويلي، طالبانو د مذاکراتو پرمهال ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د نجونو پر زدهکړو او دغه راز د ښځو له لوري پر کار کولو به محدوديت نه لګوي.
نوموړې زياته کړې چې له کار څخه د ښځو په منعه کولو سره، طالبانو په افغانستان کې وضعيت نور هم ناوړه کړی دی؛ ځکه د ميرمن بار په خبره ډېرو افغان ميرمنو د دندې له لارې خپلې کورنۍ تمويلولې.
هېدر بار د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې د وضعيت خرابوالي لامل نړيواله ټولنه، هېوادونه او په ځانګړې توګه امريکا بللې ده. د نوموړې په خبره دامهال د افغانستان شتمني کنګل شوې او نړيوالو مالي سيسټمونو ته د دغه هېواد پر لاس رسي بنديز لګېدلی دی.
هېدر بار ټينګار کړی چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي ژر پرانيستل شي، ښځو ته دې د کار کولو اجازه ورکړل شي او دغه راز دې نړيوال له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.