د بشري حقونو د څار نړيوالو سازمان يا Human’s rights watch په خپل تازه راپور کې چې نن پنجشنبه د (زمري په ۲۰مه) يې خپور کړی ويلي، چې په افغانستان کې د ط.البانو له بيا واکمنېدو څخه د يو کال په تېرېدو سربېره هم، دې ډلې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
د دې سازمان په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د مجدوديتونه وضعه کول، پر رسنيو د فشارونو ډېرول، خپلسرې نيونې او د نظر مخالفانو غندل هغه څه دي، چې د بشري حقونو د نقض په دوام کې يې ترسره کړي دي.
دې سازمان ويلي، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض په نړيواله کچه د غندنې ترڅنګ د دې سبب هم شوی، چې د افغانستان بشري وضعيت د مهارولو په برخه کې د نړيوالو هڅې هم له خنډ سره مخ شي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په راپور کې زياته شوې، له هغې را په دېخوا چې طالبانو واک نيولی، پر ښځو او نجونو د وينا ازادۍ، مدني حرکت او زدهکړو برخو کې د خپلو اساسي حقونو پر تمثيل ژور بنديزونه لګېدلي دي.
د راپور له مخې دا بنديزونه د دې سبب شوي چې روغتيا، خوړو، اوبو او نورو لومړنيو حقونو ته د نجونو او ښځو لاسرسی هم اغېزمن شي. راپور زياتوي، چې طالبانو ښځې له سفر او دندو ته له تګ منعه کړي او داغه راز يې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي هم د نجونو پر مخ تړلي دي.

د راپور له مخې، له بشري حقونو د طالبانو سرغړونه د دې سبب شوه چې پر افغانستان د نړيوالو مرستو بندې، اقتصاد يې سقوط او پر نړيوالو اقتصادي معاملاتو يې بنديز ولګېږي او په دې ترڅ کې د افغانستان ۹۰سنله خلک د خوړو له ناخونديتوب سره مخ شي.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرېښتې عباسي په حواله په راپور کې ويل شوي، چې افغانان له بشري پلوه هم د طالبانو او د نړيوالو له ادرسه زيانمن شوي. د نوموړې په خبره دا ځکه چې طالبان پرې بنديزونه وضعه کوي او نړيوال بيا ورته پاملرنه نه کوي.
د نوموړي سازمان په خبره، دغه بنديزونه ښکاره کوي چې طالبان له نړيوالو پولي او مالي سازمانونو سره دخيل کېدو لېوالتيا نه لري او زياتوي چې دا کار ددې سبب شوی، چې طالبان په دې توګه نور هم منزوي شي.
د بشري حقونو د څار نړيوالو سازمان له هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان پر بانکي سيسټم لګولي بنديزونه لرې کړي او دغه راز يې هيله څرګنده کړې، چې طالبان دې هم د بشري حقونو پر وړاندې له لګولو بنديزونو په شا شي.

دې سازمان اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت او اقتصادي بحران کولی شي ټول افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ډېرې زيانمنې کړي او په خبره يې په داسې يوه حالت کې له افغانستان سره جدي مرستو ته اړتيا ده.
د بشري حقونو د څار دې بنسټ وېره ښودلې، که د ملګرو ملتونو په شمول نور نړيوال بنسټونه په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې له افغانستان سره د پام وړ تر کچې خپلې مرستې زياتې نه کړي، ښايي دغه بشري وضعيت له دې هم بدتر شي.