Home » افغانستان » طالبانو او نامعلومو کسانو تېره یوه میاشت کې اووه ښوونځي سوځولي
رویداد خبري آژانس

طالبانو او نامعلومو کسانو تېره یوه میاشت کې اووه ښوونځي سوځولي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې د روان کال د تېرې سرطان میاشتې له ۲۵مې تر اوسه پورې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او نامعلومو کسانو له لوري اووه ښوونځي سوځول شوي دي.

رویداد خبري آژانس
تخار ولایت کې سوځول شوی ښوونځی

له یاد کمیسیون څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ښوونځي، په تخار، بادغیس، فاریاب، بلخ، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې سوځول شوي دي.

خبرپاڼې په تخار او بلخ کې د دوو ښوونځیو سوځول کېدو پړه پر طالبانو اچولې ده. یاد کمیسیون، پر عام المنفعه تاسیساتو باندي هر ډول بریدونه د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو نقض او جنګي جنایت بللی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...