Home » افغانستان » طالبان: د نجونو ښوونځي د فرهنګي حساسيتونو له امله تړل شوي

طالبان: د نجونو ښوونځي د فرهنګي حساسيتونو له امله تړل شوي

په داسې حال کې حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو دوام په اړه ولس ته قانع کوونکو او معقول ځواب نه دی ورکړی، تازه حکومتي چارواکو بيا دا موضوع له فرهنګي حساسيتونو سره تړلې ده.

د پوهنې سرپرست وزير نورالله منير په خوست کې خبريالانو ته ويلي، حکومت د نجونو له زده‌کړو سره ستونزه نه لري؛ خو په خبره يې لرې پرتو سيمو کې فرهنګي حساسيتونه د دې سبب شوي چې ښوونځي تړلي پاتې شي.

نوموړي زياته کړې، چې په يادو سيمو کې خلک له ښوونځيو سره نه، بلکې له کور څخه د نجونو په وتلو کې فرهنګي ملاحضات لري.

منير ډاډ ورکړی، هغه وخت چې د خلکو له لوري حکومت ته په دې برخه کې قناعت حاصل شي، نو ورسره به د نجونو پر مخ هم ښوونځي پرانيستل شي.

له دې وړاندې د پاکستان د وخت لومړي وزير عمران خان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډې ته هم ورته خبره کړې وه.

نوموړي ويلي وو، چې په افغانستان کې دې د نجونو د ښوونځيو موضوع جدي نه نيول کېږي؛ ځک په خبره يې دغلته د نجونو د زده‌کړو په برخه کې فرهنګي ستونزې شته.

خو څو ورځې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي بيا د شپېګل جرمنۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې طالبانو د نجونو پر مخ ښوونځي د پاکستان په خوله بند کړي دي.

خبريال: احسان‌الله احسان

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...