د طالبانو مرکچي پلاوي د دې ډلې د سياسي دفتر له غړو سره لومړنۍ ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د مرکچي پلاوي د غړو د دندو او واکونو په تړاو خبرې کړې دي.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې ډلې مرکچي پلاوي د سياسي دفتر له مشرتابه او غړو سره لومړنۍ ناسته وکړه.
دغه ناسته داسې مهال ترسره شوې چې طالبانو په خپل مرکچي پلاوي کې پراخ بدلونونه راوړي او د دغه ډلې يو سرچينې له رسنيو سره خبرو کې ويلي، چې مرکچي پلاوي کې ۶۵ سلنه بدلونونه راغلي دي.
اخوا ذبیح الله مجاهد هم يوه اعلاميه کې ويلي وو چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري مولوي عبدالحکيم کوي او شيرمحمد عباس ستانکزی به يې مرستيال وي.
د مجاهد په خبره، د سياسي دفتر ويندويي به هم له دې وروسته د سهيل شاهين پر ځای ډاکټر محمد نعيم وردک کوي.
له بل لوري ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ دوحې ته سفر وکړي.