په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعيف د هغو راپورونو پر وړاندې په غبرګون کې، چې ګواکې پاکستان له افغانستان څخه د جېش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر د نيولو غوښتنه کړې ويلي، چې دا کار د پاکستان د مجبورۍ تجارتي لوبه ده.
ضعيف په خپل ټوېټر کې په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې هغه مهال، چې نوموړی په اسلاماباد کې د افغانستان سفير و د ورته يوې قضيې يادونه کړې او ليکلي يې دي، چې په همدې کال کې د پاکستان پخواني کورنيو چارو وزیر جنرال معین حید د ۲۱ وسلهوالو کسانو لېسټ ورکړ او دعوه یې کوله، چې دا کسان په افغانستان کې دي او دوی ته مطلوب دي.
د نوموړي په خبره د دې لېسټ په سر کې د سیفالله اختر نوم و. عبدالسلام ضعيف زياته کړې، چې لېسټ يې هغه مهال بېرته د پاکستان کورنيو چارو وزير ته ورکړ او ورته ويې ويل چې له ISI سره دې يې شريک کړي؛ ځکه د ضعيف په خبره د دې لېسټ له شريکولو څو ورځې وړاندې يې له سيفالله اختر سره په پاکستان کې د نوموړي په دفتر کې ليدلي وو.
ضعيف د مسعود اظهر د نيونې په تړاو د پاکستان غوښتنې ته په پام سره ټينګار کړی، چې اوسني واکمنان بايد د پاکستان د مجبورۍ دې ډول سوداګرۍ ته په هېڅ صورت اجازه ورنه کړي.
خو د سرپرست حکومت بهرنيو چارو وزارت بيا پرون د يوې اعلاميې له مخې، په افغانستان کې د مسعود اظهر موجوديت رد کړ.