په تېر نظام کې مرستيال ولسمشر امرالله صالح وايي، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ زېږديز پورې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې د جګړې ميدان تل د پاکستان لپاره مالي او اقتصادي منبع وه، چې له درکه يې مېلياردونه ډالر ترلاسه کړل.
نوموړي په دې اړه تازه په خپل توېټر کې لېکلي، پاکستان تل په افغانستان کې د جګړې دوام ته د خپلو اقتصادي ګټو له زاويې لېدلي دي. صالح د شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدينو جګړې ته په اشارې سره ويلي دي، د يادې جګړې پرمهال هم پاکستان پاکستان د شوروي پر ضد د جهاد په نوم مېليادرونه ډالر ترلاسه کړل.
نوموړي په اوس کې د داعش ډلې په اړه ګرم بحث ته هم د پوښتنې په توګه اشاره کړې او د ده په ټکو ايا د داعش خراسان ډله هم د پاکستان لپاره د نغدو پيسو غوا ده؟
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې ملګرو ملتونو تازه خبر ورکړی، دامهال د داعش ډله په ټولو ولايتونو کې فعاله ده او طالبان نه دي توانېدلي چې د يادې ډلې مخه ونيسي.