د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر ۲۳ (تلې۲) د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې وړانديز وکړ چې دغه سازمان دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره ځانګړي کمېټه جوړه کړي.
ميرضيايف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، دغه کمېټه به د افغانستان د سولې چارې همغږي کوي.
نوموړي زياته کړه، دغه کمېټه به دغه راز په افغانستان کې د پخلاينې او سياسي روغې جوړې لپاره اسانتیاوې برابروي او د سولې له پروسې سره به مرسته کوي.
ازبکستان هغه هېواد دی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د مرستې لېوالتیا لري او تر دې وړاندې يې وړانديز کړی و، چې دغه هېواد غواړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو کوربهتوب وکړي.
ازبکستان تېر کال هم د افغانستان د سولې په تړاو د يوې مهمې غونډې کوربهتوب کړی و.