Home » سیمه او نړی » شوکت ميرضيايوف بيا ځلي د ازبکستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

شوکت ميرضيايوف بيا ځلي د ازبکستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسيون اعلان کړی چې اوسنی ولسمشر شوکت ميرضيايوف د تېرې يک‌شنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی دی.

د کمېسيون د اعلان له مخې، د ټاکنو پايلو جوته کړه چې ميرضيايو له خپلو ۴ نورو سيالانو زياتې رايې ترسره کړي او په دې توګه نوموړی د يوې بلې دورې لپاره د ازبکستان ولسمشر په توګه غوره شو.

په ازبکستان کې تېره يک‌شنبه ۲۲ ميلونه پر شرايطو برابرو کسانو د ولسمشريزو ټاکنو په ۱۱ مرکزونو کې رايه وکاروله. له ټاکنو وړاندې داسې اټکلونه وو چې د ټاکنو دا ځل ګټونکی هم اوسنی ولسمشر شوکت ميرضيايف دی.

دا اټکلونه له دې کبله وو چې د ميرضيايوف ۴ نور سيالان هم په تېر او اوس کې د نوموړي د حکومت پلويان وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...