Home » سیمه او نړی » شولټز: ناټو کې د اوکراين غړيتوب تر راتلونکو ۳۰ کلونو هم ممکن نه دی

شولټز: ناټو کې د اوکراين غړيتوب تر راتلونکو ۳۰ کلونو هم ممکن نه دی

د جرمني لومړي وزير اولاف شولټز په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په ناټو سازمان کې د اوکراين غړيتوب له وخت مخکې خبره ده او دا کار په راتلونکو ۳۰ کلونو کې هم ممکن نه دی.

نوموړي زياته کړې، چې دا خبره يې پر اوکراين له بريد وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين ته مخامخ هم کړې او ډاډ ورکړی و، چې په ناټو کې اوکراين ته د غړيتوب ورکول لرې خبره ده.

شولټز ويلي، پوتين ته يې دا ډاډ هم ورکړی و، چې اوکراين ته په ناټو سازمان کې د غړيتوب ورکول کوم دستوري کار نه دی او په خبره يې هغه اندېښنه چې روسيه يې په دې برخه کې لري، بايد رفعه شي.

شولټز په خپلو خبرو کې دا نه ده څرګنده کړې، چې په دې اړه يې له ولسمشر پوتين سره کوم وخت خبرې کړي؛ خو نوموړی د تېرې فيبروري په ۱۵مه مسکو ته تللی و.

روسيې پر اوکراين د تېرې فيبروري په ۲۴مه داسې مهال بريد وکړ، چې اوکراين په ناټو سازمان کې د غړيتوب وړانديز رسما لاسليک او ياد سازمان ته يې سپارلی و.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...