اسلامي امارت خبر ورکړی چې د صرافيو په لوی ماکېټ شهزاده سرای کې يې د ډالرو د قاچاقبرو يوه ۲۱ کسيزه ډله نيولې او په خبره يې دې ډلې غوښتل ډالر پاکستان ته قاچاق کړي.
دا خبر د کابل امنيه قومندانۍ وياند جنرال مبين هم په خپل ټوېټر خپور کړی او ويلي يې دي چې له يادې ډلې سره ۱۸ ميليونه ډالر هم يو ځای نيول شوي دي.
نوموړي دا هم ويلي چې د ډالرو د قاچاق يوه ډله يې په خوست کې هم نيولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صرافيو په مارکېټ کې يو ډالر نن پنجشنبه د ۹۴ افغانيو په مقابل کې تبادله شو او له دې سره د ډالر ارزښت د افغانيو پر وړاندې نزولي حالت غوره کړی دی.