د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د دې هېواد د ټاکنو کمېسيون ته لارښوونه کړې، چې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له لوري له بهر څخه د پيسو اخيستو په تړاو ځنډول شوې پرېکړه اعلان کړي.
نوموړي تازه نن سېشنبه د (چنګاښ په ۲۸مه) په خپل ټوېټر کې که څه هم د يادې پرېکړه په اړه وضاحت نه دی ورکړی؛ خو ويلي يې دي چې دا پرېکړه دې ژر اعلان شي.
شريف د عمران خان وروستۍ څرګندونې او تحرکات د پاکستان پر بنسټونو شرموونکی بريد بللی او زياته کړې يې ده، چې عمران خان له دې زيات د وړيا معافيت لايق نه دی.
نوموړي په ډاګه کړې، چې عمران خان ته د معافيت ورکول پاکستان ته زيان رسوي. د عمران خان سياسي مخالفان د نوموړي ګوند تحريک انصاف تورنوي چې له بهر څخه پيسې اخلي او په پاکستان کې بهرنۍ اجنډاوې تطبيق کوي.
بل خوا درې ورځې وړاندې عمران خان يو وار بيا د ټاکنو د دايېرولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې له ټاکنو پرته پاکستان د يوه بهران پر لور روان دی.
د نوموړي په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند دغه راز د پنجاب په ايالتي ټاکنو کې هم د اوسني واکمن مسليمليګن ګوند په پرتله زياتې څوکۍ خپلې کړي دي.