نن چهارشنبه د (غبرګولي ۲۵مه) له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځيو بندېدو ټيک لس مياشتې پوره شوې؛ خو تر اوسه سرپرست حکومت د يادو ښوونځيو د بندولو او يا يې هم د بېرته پرانيستو په اړه ولس ته معقول دليل نه دی وړاندې کړی او يوازې پر دې يې بسنه کړې، چې په دې برخه کې د مشرتابه حکم ته په تمه دي.
د چارو شنونکي او د پوهنتون استاذ فېض محمد ځلاند د نجونو پرمخ د ښوونځيو بندول پر ښوونيز نظام ګزار بللی او ويلي يې دي، چې دغه ګزار خورا ماهرانه دی.
نوموړي په خپل ټوېټر کې راتلونکې اوونۍ د ښوونځيو د نيمه کلنيو ازموينو پيلېدو ته په اشارې سره زياته کړې، چې سږکال له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو پرانيستل ممکن نه ښکاري خو ټينګار يې کړی چې راتلونکی کال بايد د يادو ښوونځيو بيا پرانيستو تضمين خوندي شي.
له دې سره په بادغيس کې هم پرون ګڼ شمېر ديني عالمانو د نجونو پرمخ په بشپړه توګه د ښوونځيو پر پرانيستو ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د شريعت پر بنسټ نجونې هم د هلکانو په څېر د زدهکړو حق لري.
دوی له اسلامي امارت غوښتي چې د ولس له ارادې سره سم دې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي ژر پرانېزي.