په شمالي وزيرستان کې پرلت کوونکو چې د تېرې جولای مياشتې له نيمايي راهيسې يې پرلت روان کړی، د پاکستان حکومتي جرګې ته ۱۵ ورځې مهلت ورکړی، چې د دوی غوښتنې ومني.
پرلت کوونکي د پاکستان حکومت له مرکچي جرګې سره له دوو اوونيو راهيسې پر خبر بوخت وو؛ خو څو ورځې وړاندې دواړه خواوې دې هوکړې وته ورسېدې، چې ياده جرګه به د پرلت کوونکو غوښتنې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د پوځ لوی درستز قمر جاوېد باجوه ته رسوي.
د جرګې دې ژمنې په مقابل کې پرلت کوونکو هغه لارې او بازارونه بېرته په مشروطه توګه پرانيستل، چې د اعتراض په موخه يې د پرلت له پيل وروسته تړلي وو.
د پرلت غړی او د عوامي ملي ګوند منشي ميا افتخار حسن رسنيو ته ويلي، چې په يادو غوښتو کې د هدفي بريدونو مخنيوی، د امنيت ټينګول او په قبايلي سيمو کې د کاروبار پياوړتيا شامل دي.
نوموړی ټينګار کوي چې ياد کارونه د حکومت مسووليت دی او بايده دي چې د خلکو د ارام ژوند په موخه د پرلت کوونکو دې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
په شمالي وزيرستان کې دغه پرلت وروسته له هغې پيل شوی، چې په وروستيو اوونيو کې يو وار بيا دغلته هدفي وژنو زور واخيست.
د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال له پيل څخه تر دې مهاله يوازي په شمالي وزيرستان کې ۳۹ هدفي بريدونه شوي او په ترڅ کې يې له ۵۰ زيات قومي مشران او فعال ځوانان شهيدان شوي دي.