Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې د چاودنې له امله پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

شمالي وزيرستان کې د چاودنې له امله پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د شمالي وزيرستان ځايي چارواکي خبر ورکوي چې نن يک‌شنبه د (لړم په ۱۶مه) د پاکستاني پوځيانو پر موټر درنه چاودنه شوې او په کې يادو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د چارواکو په خبره چاودنه د شمالي وزيرستان اړوند په ګړيوم سيمه کې د خښ شوي ماين له امله هغه وخت رامنځته شوه، چې په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو موټر پر ګزمه بوخت و.

په دې چاودنه کې د ۲ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو او دغه راز د يوه بل د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. خو ځايي اوسېدونکي وايي چې په پېښه کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ياد بريد مسووليت د تحريک طالبانو پاکستان يا TTP ډلې منلی دی. د دې ډلې وياند محمد خراساني په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، پاکستاني پوځيانو څو ورځې وړاندې په هنګو او ټل سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې غړي وژلي او د شمالي وزيرستان نننۍ چاودنه يې د خپلو جنګياليو د غچ اخيستو په موخه کړې ده.

په دې وروستيو کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې له لوري پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه زيات شوي دي او د يادو اکثره بريدونو مسووليت تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...