Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې د پاکستان ۳ پوځيان وژل شوي

شمالي وزيرستان کې د پاکستان ۳ پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ نن شنبه د (غويي په ۳مه) خبر ورکړی، چې په شمالي وزيرستان کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه يې په يوه غلچکي بريد کې ۳ تنه پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، پېښه د شمالي وزيرستان اړوند په ديوه‌ګر سيمه کې هغه مهال رامنخته شوه چې وسله‌والو پر پوځيانو مخامخ ډزې وکړې.

وسله‌والو ته په دې بريد کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه شوی؛ خو د پاکستان پوځ ويلي چې د دوی په ځوابي ډزو کې وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې زياته کړې، دوی د ډيورنډ کرښې په مربوطاتو کې د ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره کلک هوډ لري او ټينګار يې کړی، چې افغان حکومت دې هم د افغانستان له خاورې پر پاکستاني ځواکونو د ورته بريدونو مخه ونيسي.

تر اوسه کومې ډلې پر پاکستاني پوځيانو د دې بريدو مسووليت نه دی منلی؛ خو په دې سيمه کې د دغه ډول بريدونو مسووليت تل تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخيستی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...