Home » افغانستان » شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په دوام سره دوه کسه نور هم وژل شوي

شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په دوام سره دوه کسه نور هم وژل شوي

د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، په ياده سيمه کې د ځوانانو او قومي مشرانو هدفي وژنو روز اخيستی او په دې ترڅ کې تازه دوه تنه نور هم په سپينوام او دته‌خېلو کې وژل شوي دي.

دوی زياتوي، لومړۍ پېښه پرون يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) په سپينوام کې هغه مهال رامنځته شوه چې نامالومو وسله‌والو پر عمر دراز نوم ځوان ډزې وکړې او نوموړی يې ځای پر ځای وواژه.

دويمه هغه يې بيا په همدې ورځ غرمه مهال د دته‌خېلو په برمند کلي کې د عيدمرخان نومي کس په مرموزه توګه وژل دي چې د نامالومو کسانو له لوري لومړۍ د کلي له جومامت څخه برمته او له هغه وروسته ترې سر پرې شوی و.

په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکي هم دواړه پېښې تائيدوي خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړي او که نه؟

له تېر ۲۰۱۸ زېږديز کال را په دېخوا په شمالي او جنوبي وزيرستان کې هدفي وژنې دوام لري. د ځايي اوسېدونکو په خبره، په دې هدفي وژنو کې هغه کسان په نښه کېږي چې د پاکستان له لوري د ترهګرۍ روزنې خلاف غږ پورته کوي.

روان کال يوازې په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۵۲ تنو ته ورسېد.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...