Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې د بېلابېلو بريدونو پرمهال ۸ پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمالي وزيرستان کې د بېلابېلو بريدونو پرمهال ۸ پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزيرستان کې د درېيو بېلابېلو وسله‌والو بريدونو په ترڅ کې ۸ تنو پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ويلي چې دغه بريدونه د شمالي وزيرستان اړوند په (شوې) سيمه کې شوي دي.

ځايي چاروکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، په يادو درېيو بريدونو کې لږ تر لږه ۷ پوليس ټپي شوي او يو پوليس وژل شوی دی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې پر پوليسو د دې بريدونو مسووليت نه دی منلی. خو په شمالي وزيرستان کې د ورته بريدونو مسووليتونه تل د تحريک طالبان پاکستان له لوري منل شوي دي.

په دې وروستيو کې پر پاکستان پوځيانو او پوليسو په بلوچستان او قبايلي سيمو کې مرګوني بريدونه زيات شوي دي. تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکي چې په يادو سيمو کې ډېر فعال دي، اکثره وخت د دې بريدونو مسووليت مني.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...