د طالبانو د قطر سياسي دفتر غړی او د اسلامي امارت له لوري د افغانستان استازولۍ ته نومول شوی سهېل شاهين وايي، پر افغانستان د بنديزونو دوام د بشري حقونو د خونديتوب په مانا نه دی.
نوموړی په دې اړه نن چهارشنبه د (مرغومي په لومړۍ) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې پر افغانستان اوسني وضعه شوي بنديزونه د بشري حقونو ښکاره نقض او د عامو خلکو ځورول دي.
شاهين د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري وضعيت ته پام سره دې موضوع ته پاملرنه زياته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سېشنبه په کابل کې سلګونه خلک د اعتراض په موخه واټونو ته را ووتل. دوی له امريکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل کړې شتمني ژر ازاده کړي؛ ځکه د دوی په خبره د يادې شتمنۍ د کنګلېدو له امله خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.